د دجال د تر ټولو لويې فتنې يا ډاروينيزم، پر ضد فکري جګړه وګټل شوه

ډاروينيزم ولې يو ګواښ دی؟


چارلیس ډاروين

ډاروینیزم یو دروغجن او مشرک دین دی چې چانس خپل خدای ګڼي.

ډاروینیزم د نړۍ تر ټولو لوی ساینسي بهتان دی

هره دعوه چې د ډاروینیزم ملاتړي د تکامل تر نامه لاندې کوي سوچه دروغ دي.

د تکامل تیوري له ساینس سره هیڅ تړاؤ نه لري مانا یو ناساینسي تیوري ده.

د ډاروینیزم ايډیالوژي يو باطل مذهب دی چې خلک او ټولنې پر الله له ایمان څخه وژغوري (بې له شکه چې الله له دې ډیر اوچت دی). دا خونړۍ ايډیالوژي په آخرالزمان کې د دجال يوه ستره تګلاره ده. څرنګه چې ټولنې د دې ايډیالوژۍ له حقیقته ناخبره پاتې شوي دي نو له دې کبله د بې دينۍ، جګړو، تیري او کړاؤنو پر لور هڅول شوې او بیول شوي دي. ډاروينيزم د ټولو بې دینو تګلارو لکه د الحاد، کمیونیزم او مټریالیزم بنسټیزه سرچینه ده. ډاروینیزم د جګړو، ترهګریزو پيښو، ډله ییزو وژنو او توکموژنو او د ويرې او ناورینونو د هغو سینارویو ګانو سرچینه بلل کیږي چې دې نړۍ ته يې دا ټولې تراژدۍ او ناورینونه راوړي دي. ډاروینیزم له هغو تر ټولو ټګمارو او غاړه غړونکو میتودونو څخه دی چې دجال يې کاروي.

د ډاورینیزم خرافاتي نظریاتو ته په پام سره انسان يوازې يو حیوان دی؛ له دې کبله ډاروینیان فکر کوي چې انسان ته هر ډول ارزښت ورکول باید دې واقعیت ته په پام سره وي. که د ډاروینیزم بنسټيز نظر په لنډو الفاظو کې ووایو دا دی چې "انسان يو جګړه مار حیوان دی". د دې خبرې په پایله کې بیا دا ايډیالوژي رامنځه شوه چې "د انسانانو تر منځ هغه څوک ژوندی پاتې کیدی شي چې تر ټولو مناسب وي" پر اصولو ولاړه وه. هغه چا چې لومړی د ډاروینیزم نظریه ومنله خونړي غورځنګونه لکه کمیونیزم او فاشیزم يې په نړۍ کې خپاره کړل او د سختو کړاؤنو د رامنځته کولو لامل وګرځيدل. له ۲۵۰ میلیونو زیات خلک په دویمه نړيواله جګړه کې ومړل چې د ډاروينيزم د الواک تر اغیز لاندې د فاشیستو او نازي غورځنګونو له خوا پيل شوه، همدا راز د هغو سیاسي فشارونو له کبله چې د کمیونیزم له خوا رامنځته شول او هغه بې شمیره وژنې چې د تروریزم له خوا رامنځته شوې، دغه دواړه خونړۍ فسلفې هم له ډاروينيزمه راپورته شوي دي.

پرته له کوم استثنا څخه، دا ټولې داخلي جګړې، او نښتې چې تر اوسه هم روانې دي له ډاروینيزمه يې سرچینه اخیستې ده. له همدې کبله ده چې د ډاروینیزم آیډیالوژي په آخرالزمان کې د دجال د هغې تر ټولو ناوړه فتنې استازیتوب کوي چې اوس موږ په کې شتون لرو. د دې لپاره چې په نړۍ کې پر الله د ایمان لرلو فکر خپور او دا وحشت او مصیبت پای ته ورسیږي، باید د ډاروینیزم مشرک مذهب له بیخه ويستل شي.

ټول کورني جنګونه، جګړې او ترورستي اعمال چې نن هم شتون لري پرته له کومې استثنا څخه يې له ډاروينیزمه سرچينه اخيستلې ده. .

د دې مشرک مذهب بنسټ پر يوې هر اړخيزې ټګۍ ولاړ دی. له دې کبله د دې خرافاتي عقیدې يا په ساینسي اصطلاح، تکامل، له منځه وړل يو اسانه کار دی. په يو ویشتمه پيړۍ کې د دې شومې تیورۍ ټول اړخونه په ډاګه شوي دي. لکه څنګه چې د دې ویبسایټ له لارې به هم خبر شئ، د ډاروینیزم دا خرافاتي مذهب، چې تر اوسه يې نړۍ تیر ایستلې وه او د دې لويې بدمرغۍ لامل ګرځيدلی و، په بشپړه توګه به له منځه ولاړ شي.

چانس د تکامل د ملاتړو باطل خدای


د ښاغلي اقطار له خوا د تصادف د بې منطقۍ او بې معنی توب د را بربنډولو وروسته اوس د ډاروین پلويان د "تصادف" د کلمي په کارولو کې زړه نا زړه دي.

د ډاروینیانو استدلال ته په پام سره پر ځمکه د ژوند ټول هيښنده ډولونه د تصادف يا چانس له مخې رامنځته شوي دي. د دې لپاره چې دا حقیقت پټ کړي چې (الله دوی خلق کړي دي) ډاروینیانو په خپل اند تصادف خپل خدای منلی دی، او دعوا کوي چې ړندې اوبې شعوره پيښې ددې پرتمین او هيښنده پيچلي ژوندي نظام يوازینۍ سرچينه ده. ډاروینيزم هڅه وکړه چې د داسې باطل او خندا وړ منطق په مرسته خلک تیرباسي. په هغه ډول چې پروفیسرانو په پوهنتونونو کې لکچر ورکاوه او هغو استادان او ساینسپوهان چې پر مطالعه او څيړنو بوخت ول، د يو لړ ناټاکلو پيښو په اړه چې هيڅ شعور يې نه درلود داسې خبرې کولې چې ته وا دا دا پيښې د خلقت پوهه لري او تفکر او پریکړه کولی شي، اوهمدوی دا فوق العاده نظام رامنځته کړی، دا رښتيا هم يوه عجیبه خبره ده. (بې له شکه چې الله د دوی له ګمانونو ډير پورته دی)

چانس د ډاروینیانو باطل خدای دی، چې د دوی له خوا د وړاندې شويو فرضیو له مخې يې هر څه پيدا کړي دي او ان معجزو په څير کار کوي. د ډاروینیانو دې سطحي لرليد ته په پام سره وخت او تصادف دواړه د يو لړ هيښنده لارو له مخې د دې وړتيا لري چې هر څه خلق کړي. دا بې بنسټه عقیده ټینګار کوي چې تصادف هغه څه لاس ته راوړی شې چې انسان يې جوګه نه دی او د يو لړ لارو له مخې پوهه، وړتیا او د ساینسپوهانو او د دوی د لابراتوارونو په پرتله خورا پرمختللي وسایل لري. بې له شکه چې د يوه پوه، خبر او اندیال سړي لپاره چې د منطق وړتیا لري ناممکنه ده چې دا ډول یوه ادعا ومني. هو، هغه آثار چې ښاغلی عدنان اقطار يې د شاؤ خوا ديرشو کلنو راهیسې د تکامل د اصلي څيرې د را بربنډولو په موخه ليکي د دې بې منطقۍ پر وړاندې د خلکو د خبرولو او خلکو ته د دې ادراک د ورکولو په برخه کې ګټور ول چې تکامل له يوې منځ تشې ادعا څخه پرته بل څه نه دي.

د ښاغلي اقطار له خوا د تصادف د بې منطقۍ او بې معنی توب د را بربنډولو وروسته اوس د ډاروین پلويان د "تصادف" د کلمي په کارولو کې زړه نا زړه دي. دوی داسي تصور کوي چي دوی به وکولی شي چې د ورته بې منطقه اصطلاحات په کارولو سره چې هماغه يوه معنی جوړوي، خپله بې منطقي پټه کړي. خو فرق نه کوي چې دوی يې چانس، تصادف او که ناټاکل شوې پيښې وبولي بياهم د يوې داسې سيناريو په اړه خبرې کوي چې په کې بې شعوره پيښې يوه شعوري، انډوليز، متوازي او فوق العاده ښکلې ژوندۍ نړۍ يې رامنځته کړې ده. خو دا ادعا ګانې يوازې د ډاروينیان د لا زیات سپکاوي او غندنې لامل ګرځي.

هغه ډاروينيان چې د ژوند پيل په ډاروينيستي اصطلاحاتو او بې منطقه سيناريو ګانو تشریح کوي په حقیقت کې له دې عاجز دي چې د يوازې يوه پروټين رامنځته کيدل د تصادف له مخې تشريح کړي. دا لومړی او تر ټولو مهم حقیقت دی چې د دې ستر خيانت په وړاندې يې باید سړی په یاد ولري. په داسې حال کې چې يوازې د يوه پروټين د ترکیب له تشریح کولو څخه عاجز دي، ډاروينيان په خورا بې شرمۍ سره درغلۍ ته لاس کوي. په هغه ډول چې دا حقیقت روښانه شو او هغو میليونونو ژوندیو فسيلونو يې پخلی وکړ چې د سلګونو ميليونونو کلونو لپاره يې هیڅ بدلون نه دی کړی، ډاروينيزم نور خپلې وروستۍ سلګۍ وهي.

دوه بنسټيز دلايل کافي دي چې د تکامل تیوري را وپرځوي

۱ - د پروټين د يوازې يوه ماليکول جوړيدل د تکامل تيوري ړنګه کړه

مصنوعي فسیلونه به جوړ کړي چې زړه یې غواړي، د خلقت پر ساينسي شواهدو به له تحجر ډک تیري وکړي او يا به د په زړه پورې انځورونو څخه ډک پوسټرونه جوړ کړي او په ټولو ځايونو کې به د تکامل نندارتونونه راجوړ کړي خو هیڅ يو کار به د دوی د بنسټيزې ماتې حقیقت بدل نشي کړی. دا ځکه چې ډاروينيان لا په دې نه دې توانیدلي چې يوازې د يوه پروټين رامنځته کيدل تشريح کړي. په تصادفي او يا خپلسري ډول د پروټين د جوړيدلو احتمال، چې د ژوو يو بنسټيز عنصر دی، له صفر سره برابر دي. ځکه چې د دې کار لپاره پکار ده چې ۱۰۰ پروټينونه بايد له وړاندې هلته په يوه لړۍ کې حاضر وي چې دا يو پروټين جوړ شي. اړتيا نشته چې هغه هيښنده جزیاتو ته لاړ شو چې په دې پيچلي جوړښت کې پرته ده. دا حقیقت چې يو پروټين د بل پروټين په نشتوالي کې نشي جوړيدی کافي دی چې ډاروينيزم له ريښو راوباسي. خو هغه ماتې چې د تکامل ملاتړي د يوازې يوه پروټين پر وړاندې تجربه کوي له دې بریده هم خوريږي.

پر دې سربيره:

  • ډي – اين – اې د هر يوه پروټين د جوړيدو لپاره اړين دی
  • ډي – اين - اې پخپله له پروټين پرته نشي جوړیدی
  • پروټين له ډي – اين - اې پرته نشي جوړيدی
  • پروټين د پروټين په نشتوالي کې نشي جوړیدی
  • پروټين د هغو پروټينونو په نشتوالي کې نشي جوړيدی چې د پروټين په تولید کې ونډه لري
  • پروټين د رايبوزوم پرته نشي جوړيدی
  • پروټين د آر – اين – اې پرته نشي جوړيدی
  • پروټين د اې – ټي – پي پرته نشي جوړيدی
  • پروټين د هغې مايتوکاندريا پرته نشي رامنځته کيدی چې اې – ټي- پي توليدوي
  • پروټين د حجرې د هستې پرته نشي رامنځته کيدی
  • پروټين د سايتوپلازم په نشتوالي کې نشي جوړيدی
  • پروټين د حجرې د يوازې يوه اورګانیل په نشتوالي کې نشي رامنځته کيدی
  • او د پروټين شتون د يوې حجرې د هستې د ټولو اورګانيلونو د بقا او دندې په برخه کې اړين دي
  • د دې اورګانیلونو پرته هيڅ پروټين نشي رامنځته کيدی

لنډه دا چې،

د يو پروټين د جوړيدو لپاره بشپړه حجره پکار ده. د يوه پروټين لپاره ناشونې ده چې د يوې بشپړې حجرې په نشتوالي کې له هغه بشپړ جوړښت سره رامنځته شي چې موږ يې نن وينو خو په اړه يې ډير لږ معلومات لرو.

د تکامل پلويانو د دې حقیقت په وړاندې نوې سيناريو راجوړې کړې. چې له منځه يې د ريچارډ ډاکينز او د تکامل د نورو ملاتړو له خوا د رامنځته شوې د "خپلکاریز ډول تکثر کونکي ماليکول" دعوا وړاندې کړه، چې يوه بله د خنداوړ نظریه ده چې يوازې د تیرایستلو لپاره رامنځته شوې ده. د انسان په حجرو کې پراته هيڅ يو مالیکول د دې وړتيا نه لري چې په خپلسري ډول، د یوه بل مالیکول له مرستې پرته تکثر وکړي.

لکه چې موږ وليدل د تکامل تيوري ان له پيله سخته ماتې خوړلې ده. په هغه ډول چې دوی یوازې د يوه پروټين پر وړاندې عاجز پاتې دي، په دې هڅه کې دي چې خلک پر ځمکه د ژوو د ګڼو ډولونو پر موضوع دوکه کړي، د تکامل د درغلۍ د لوړې کچې يوه بله نښه ده.

 

۲ – تکامل د ۳۵۰ میلیونه فسیلونو پر وړاندې سقوط وکړ

ډاروينيان د فسیلونو په برخه کې هم له ټګۍ څخه کار اخلي. دوی په پرله پسې توګه د دروغجنو انتقالي اشکالو په مرسته چې په خپل لاس يې له جعلي تمثیلونو، جعلي موډلونو او بيارغونې د میتودونو په کارولو سره جوړوي د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي. دوی بیا دا ټول د خپلو مشروطو تخنیکونو د خپراوي لپاره کوي. خو حقیقت دا دی چې تر اوسه د تکامل يوازې يوه ملاتړی هم کله په دې نه دی توانیدلی چې يو فسيل را واخلي او ووايي، "موږ د تکامل په ملاتړ کې دا شواهد په لاس کې لرو". ځکه چې دا امکان نه لري. يوازې یو انتقالي شکل هم موجود نه دی.

دا د هغو خلکو لپاره يو لړزونکی حقیقت دی چې د څو کلونو راهيسې د ډاروينيزم د ښوونو تر اغیز لاندې و، ځکه چې ډاروينيستي خپرونو تل د داسې انتقالي اشکالو په اړه خبرې کولې چې د تکامل د تيورۍ پخلی يې کاوه. خو حقيقت دا دی چې تر اوسه يوازې يو انتقالي شکل هم نه دی موندل شوی. دا له هغو درواغو څخه يو بل دی چې ډاروينيستان يې راجوړي. تر اوسه ۳۵۰ میلیونه فسیلونه کشف شوي دي. خو يوازې يو انتقالي فسیل هم په کې نه دی موندل شوی. هر يو فسيل چې تر اوسه ډاروينيستانو د خپلو خپرونو د سرليکونو له لارې انتقالي شکل اعلان کړی دی بیرته رد شوی او دروغ بلل شوي دي. دا څه د پاسه ۳۵۰ میليونه فسيلونه د هغو ژوو میليونه کلونه پخوانۍ بيلګې ښيي چې نن هم موجود دي.

په بله وينا دا ژوندي فسيلونه دي. دا هغه شواهد دي چې ښيي ژونديو موجوداتو په میليونو کلونو کې بدلون یا تکامل نه دی کړی. يو لړ نور فسيلونه هغو ژونديو موجوداتو پورې اړه لري چې نسلونه يې پخوا موجود ول خو اوس له منځه تللي دي. د فسيل ريکارډ ثابته کړې ده چې دې ژونديو موجوداتو ان سلګونه کلونه پخوا يوه ژوره او هيښنده پيچلتيا درلوده. دا د تکامل تيورۍ د علمي او هر اړخیز سقوط شواهد دي.

د فسيل له خوا د تکامل د تيورۍ ردول دویم ګذار دی چې ډاروينيزم ځپي. د ساینس هره څانګه د تکامل د تيورۍ د سقوط پخلی کوي. هر ځل چې يوه نوې ساينسي موندنه ترسره کيږي د تکامل د تيورۍ د رد لپاره لا زيات جزیات برابروي. خو دا دوه شواهد، پروټين او فسيل، چې موږ دلته بحث پر کوو، کافي دي چې په يوازې ځان د تکامل تيوري رد کړي، او کومه ځانګړې اړتيا نشته چې سړی د تکامل تيورۍ د رد لپاره پر نورو شواهدو غور وکړي. دا ستر ګوذار کافي دی چې ډارونيزم مات کړي. خو له دې سره سره به په راتلونکو پاڼو کې يو لړ بنسټيز مسائل وڅيړل شي چې زياتره به د تکامل د پلويانو ادعاګانو ته ځواب وي.

  ژوندي فسيلونه تکامل ردوي  
   
   
   
   
   
   
   
   
   
   
   
   
   
   

د انسان د خیالي تکامل فرضيه د ډاروينيستي درغلۍ تر ټولو لويه برخه ده

د ډاروين ډکتاتوري چې لاندې څرګنده شوې ده او تر واک لاندې بانفوذه ډاروينیستي رسنيو په مرسته پر ټوله نړۍ حاکمه ده، د "بیزوزمه وګړي" له دروغجنې نظريې لپاره يې په کلونو کلونو مبارزه کوله. د بيزو نږدې ټول موندل شوي فسيلونه د همدې ټګۍ په لار کې کارول شوي دي. خو په هره موقع کې چې يو فسيل د تکامل له خوا د شواهدو په توګه وړاندې شوی دی، ثابته شوې ده چې يوه عادي او نورماله بيزو ده او له دې کبله بیرته رد شوی دی.

او بيزو تر منځ پر ورته والي ټینګار وکړي ډاروينيان يوه بيزو نندارې ته راباسي چې بيلابيل کارونه کولی شي او د اوزارو د کارولو او زده کړې وړتیا لري. د دوی پر خپل ګمان يې هدف دا دی چې له پوهې څخه لرې خلکو په ذهن کې د ډاروينیستي درغلۍ پر وړاندې يو داسې ټینګ باور جوړ کړي چې د بيزو له پښته څخه د انسان راکښته کيدل يوه منطقي خبره ده. جوته ده چې بيزو ګانې يو لړ داسې ځانګړنې لري چې انسانانو ته ورته دي. خو دا هيڅکله دا حقیقت نشي بدلولی چې انسان او بيزو دوه بيلا بيل ژووي دي. تر هغې چې په دې نړۍ کې موجودې وي، د الله په اجازه به، بيزوګانې تل بيزو ګانې پاتې کيږي. فرق نه کوي چې که هر څومره وروزل شي، دوی به د ځينو ځانګړنو په مرسته لکه تفکر، ادراک، تعبير، وړاندوینې، چالاکي او ذکاوت، قضاوتونو او په یوه پلان شوې او شعوري ډول عمل کولو او د خبرو کولو په څير وړتياؤ هيڅکله انسان ته بدل نشي. که دوی هر څومره هڅې وکړي بيزو ته به د دې وړتیا ونه بښي چې الوتکې، لوړې مانۍ جوړې کړي او يا شاعري او په لابراتوارونو کې د انسانانو په اړه څيړنه وکړي. فرق نه کوي چې که بيزوګانې هر څومره وروزل شي د تفکر او پلان له مخې يوه پروژه نه شي ډيزاينولی او نه یو غوره مدنیت رامنځته کولی شي. دا ځکه چې يو غولانځور ژوی هغه اناتوميکې ځانګړنې لرلای شي چې الله ورته ځانګړې کړي دي، او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دوی انسان ته د ورکړل شوي شعور، مغز او روح څخه بې برخې دي. دا چې دوی يو څو انسان ته ورته ځانګړنې لري د دې ادعا دلایل نشي کیدی چې دا د انسان مخنی ژوی يا نیکه دی.

روح د الله هغه پيرزونه ده چې بشر نه يې انسان جوړ کړی دی.

ډاروينیستان د دې ادعاؤ په وړاندې کولو سره هڅه کوي چې د انسان او بيزو ګانو تر منځ بنسټيز توپير پټ کړي. انسان يو داسې ژوندی موجود دی چې خبرې کولی شي، د خپل شتون او د خلقت له هدف څخه خبر دی، د دې وړتیا لري چې د خپل شتون پر دلایلو تفکر وکړي او يوې پریکړې ته ورسیږي. انسانان روح لري. له دې کبله انسان يو داسې ژوی دی چې د ژوندیو موجوداتو له نورو ډولونو سره توپير لري. د روح د شتون په پرتله اناتومیکې ځانګړنې او مهارتونه دومره بيلونکي ځانګړتياوې نه لري. ان که يو ژوی له انسان سره فزیکي ورته والی ونه لري خو د روح خاوند وي، دا يو انسان دی. دا هغه یوازینۍ ځانګړنه ده چې یو انسان را جوړوي.

هيڅ يو مټريالیستي دلیل د يوه داسې باشعوره موجود تشریح نشي ورکولی چې "زه يم" ووايي او له ځانه خبر وي. هيڅ ډول مټريالیستي دليل داسې انتقالي حالت نشي تشریح کولی چې په ترڅ کې يې له یو ناشعوره او له خپل شتونه ناخبر ژوند څخه يوه داسې ژوند ته انتقال شوی وي چې روح لري او له خپله شتونه ښه خبر دی. دا هغه څه دي چې ډاروينيان يې ویل نه غواړي، بلکې دوی ته سخته نا امیدي رامنځته کوي. کله دوی د تش په نامه انساني تکامل په اړه خبرې کوي او هڅه کوي چې د دروغجنو ککريو يوه بشپړه لړۍ خپل شواهد وبولي. (http://darwinistsdilemma.com)

له دې کبله ټولې هغه ادعاوې چې په ډاروينيستي خپرونو کې دومره په سختۍ سره تبلیغ کيږي درواغ دي. تر ټولو لومړی باید ډاروینيان د دې ځواب ورکړي چې هغه څه دي چې له يوه انسانه انسان جوړوي؛ دوی څه ډول د ليدل شويو او اوريدل شويو شيانو تر اغیز لاندې راځي، دوی د دې شيانو په اړه څه ډول فکر کوي، استدلال کوي، د درناوي، مينې او وفادارۍ په څير احساسات لري، او داسې روح لري چې دوی ته د تصمیم او قضاوت ځواک وربښي. خو دوی پر دې موضوع د دلایلو له راوړلو عاجز دي. بې له شکه چې د شعور سرچينه او هغه روح چې له انسانه انسان جوړوي، الله پورې اړه لري. الله دا له خپلې خوا يوه پيرزوينه ګرځولې او په دې توګه يې انسان له نورو ژوندیو مخلوقاتو څخه ځانګړی کړی دی.

. الله په قرآن کې بيانوي چې انسان يې له خپل روح څخه خلق کړی دی:

الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الإنْسَانِ مِنْ طِينٍ (٧)ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلالَةٍ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ (٨)ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِنْ رُوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالأبْصَارَ وَالأفْئِدَةَ قَلِيلا مَا تَشْكُرُونَ (٩) ژباړه: الله هغه ذات دی چې هر څه يې پيدا کړي او ښه کره يې پيدا کړي دي، او د انسان د جوړښت پيل يې له خټې څخه کړی دی. بيا يې د هغه ذات د کمو او لږو څڅيدونکو اوبو له نچوړ څخه وغزاوه. بيا د هغه شکل پوره او له خپلې لورې يې روڅ ور پو، او تاسې د غوږونو، سترګو او زړونو څښتنا وګرځولئ. خو تاسې ډير لږ شکر وباسئ.

 

ناټاکلی ميوټيشن ژوند له منځه وړي او دوه اړخيزه کارنده اورګانونه نشي تولیدولی

ډاروينيان ادعا کوي چې ژوندي موجوداتو د تصادفي ميوټيشن په پايله کې تکامل وکړ او دا چې ړانده او ناشعوره ميوټيشن د ژوند دا هيښنده بيلابيل ډولونه چې موږ يې نن پر دې نړۍ وینو رامنځته کړي دي.

خو دا ادعا سختې منطقي نیمګړتیاوې په منځ کې لري.

ميوټيشن د ژونديو موجوداتو د حجرې په هسته کې پروت له جنيتيکي معلوماتو ډک د ډي – اين – اې هغه زيانونه، ماتيدنې او بې ځايه کيدو ته وايي چې د وړانګو او يا کيمياوي اغیزو په پایله کې رامنځته کيږي. په سلو کې ۹۹ ميوټیشنونه حجره له منځه وړي، په داسې حال کې چې دا راپاتې يو فيصد هيڅ ګټه نشي رسولی. داسې هيڅ ميوټيشن تر اوسه نه دی ليدل شوی چې اورګانیزم ته ګټه ورسوي. پر دې سربيره

  • د ډاروينيانو ادعا ته په پام سره، ميوټيشن بايد داسې تغیرات رامنځته کړي چې د بدن په هر ځای کې په متناسب او دوه اړخيز ډول د کار وړ وي.
  • د بيلګې په توګه، د تکامل د پلويانو ادعا ته په پام سره، که يو غوږ د دوی د هيلو سره سم په ښی خوا کې د ميوټيشن په مرسته رامنځته شي، نو دا ناټاکلی ميوټيشن بايد يو بل کارنده غوږ هم په کيڼه خوا کې داسې رامنځته کړي چې د عینې ځانګړتياؤ خاوند وي. د سټک، سندان او رکاب هډونه هم په دواړه کې په بشپړ ډول جوړ شي.
  • همدا ناټاکلي ميوټيشن بايد په دواړو خواؤ کې د اکليلي والونو Coronary valves د جوړولو جوګه هم وي. د ډاروينيانو ادعا سره سم، ميوټيشن بايد ټول والونه په بشپړ جوړښت، پخپل اصلي موقعيت داسې توليد کړي چې پخپلو منځونو کې برابره همغږي ولري.
  • که داسې نه وي نو یوه لويه نا انډولتيا به رامنځته شي او پايله به يې سرچپه غوږونه، مختلف غاښونه، يوه سترګه پر پوزه او بله پر تندي وي. خو څرنګه چې دا انډولتيا په ژوند کې نه ليدل کيږي، د ډاروینيانو ادعا په دې مانا ده چې ميوټيشن هر څه په بشپړ انډول او دوه اړخيزو متناسبو جوړښتونو سره تولیدولی شي.
  • خو دا حقیقت چې ميوټيشن ۹۹ په سلو کې زيانمن او ۱ په سلو کې بې ګټې دی، د ميوټيشن له خوا د متناسبو، همغږو او انډوليزو اورګانونو سره په عين وخت کې رامنځته کول ناشوني کوي.
  • هغه اغیز چې ميوټيش يې پر يوه نورمال جوړښت ښندي داسې مثال لري چې دا اورګان د يوه مشيندار پر ګولیو وويشتل شي. په ناټکلي ډول پر يوه سالم جسم فاير کول هغه له منځه وړي. دا دليل چې یوه مرمۍ هیڅ اغیز نه لري او يا هغه انتان وژني چې له وړاندې بدن کې شته دی او په دې توګه يې بیرته جوړوي، حقیقت نه بدلوي. ځکه چې دا اورګانیزم ارومرو د ۹۹ نورو مرميو له خوا چې پر ده فاير کيږي له منځه ځي.


ساينس د ډاروين او د الحاد پر ضد دی

تکامل يو ساينسي تور دی. له ډيرو کلونو را پديخوا ډاروینيستانو د خلکو د تيرويستلو لپاره ساينس کاروه، په داسې حال کې چې ساينس د ډاروینيزم دښمن دی. ساينس د الحاد پر ضد دی. ساینس د کميونيزم او مارکسيزم ضد دی. ساينس مارکسيستي، الحادي او ډاروينيستي افکار له منځه وړي. دا ساينس دی چې ډاروينيزم يې له بيخه وباسه. دا ساينس دی چې ډاروينيستي پروپاګند ته يې لوی ګوذار ورکړ. ساينس هغه ډاروینيستي درغلي ته چې له کلونو راهيسي يې خلکو ته ذهنیت ورکاوه ماته ورکړه. ساينس د الحادي فلسفې بنسټ له منځه ويوړ. که ډاروينيزم هر ځای ته تيښته وکړي، هر ځای کې چې بهير پيدا کړي او يا تر سترګو شي ساينس يې ویجاړوي او پوپنا کوي. له دې کبله، ساينس د ډاروينيستانو لپاره يو ستر کړاؤ او ناورین دی.

دا ساينس و چې وې ښودله پروټين په تصادفي ډول نه شي رامنځته کيدلی.

دا ساينس و چې د حجرې هيښنده نړۍ يې راوسپړله او وې ښوده چې دا د تصادف له مخې بشپړتيا نشي کولی.

دا ساينس و چې وې ښودله هغه ۳۵۰ ميليونه فسيلونه چې تر اوسه کشف شوي دي هيڅکله يې بشپړتيا يا تکامل نه دی کړی.

دا ساينس دی چې په ژونديو موجوداتو کې پرته پيچلتيا يې بيان کړه او ثابته يې کړه چې دا پیچلتيا د تکامل په مرسته نشي رامنځته کيدی.

دا ساينس و چې ثابته يې کړه يو ډول ژوی پر بل ژوي نشي بدلیدلی.

دا ساينس و چې د کمبرين پير هيښنده فسيلونه يې نندارې ته کيښودل. له دې کبله، ساينس پخپله د تکامل د له منځه وړلو ټول شواهد برابر کړل، او اوس هم دې کار ته دوام ورکوي. د ډاروينيستانو ټولې ادعاوې د ساينس پر وړاندې نسکورې شوې.

ساينس د هيښنده پايلو په ترلاسه کولو سره هغه ډاروينيستان په نښه او رد کړل چې خپل درواغ يې په دې وينا پر خلکو تحميلول چې "تکامل ساينس دی". ساينس نه يوازې دا چې له دين سره مرسته کوي بلکې د الله د شتون شواهد هم وړاندې کوي. ساينس د هغه چا لپاره دی چې پر الله ایمان لري. ساينس د رښتينو مؤمنانو وسيله ده. دا حقیقت په يو ويشتمه پيړۍ کې د ډاروينيانو لپاره يو وحشتناکه خوب ګرځيدلی دی.

إِنَّ اللَّهَ لا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلا مَا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلا يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلا الْفَاسِقِينَ (٢٦)

ژباړه: الله پاک له دې خبرې شرم نه کوي چې د کومې خبرې د بيانولو لپاره د ماشې او يا له ماشې څخه هم د کوچني څيز مثال راوړي، نو مؤمنان پوهيږي چې دا مثال د الله جل جلاله له لورې رښتينی مثال دی او کافران وايي: له دې مثالونو سره د الله څه کار دی؟ الله پاک په همدې يوه کار ډير خلک بې لارې کوي او ډيرو نورو ته سمه لار ښيي. بې لارې او ګمراهي يوازې د فاسقانو په برخه ده. يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ (٧٣) ژباړه: ای خلکو يو مثال وړاندې کیږي ښه غوږ ورته کيږدئ. بې له شکه کوم شیان چې تاسې له الله پرته در بولئ، که ټول سره راټول شي يو مچ نه شي پيدا کولی. بلکې که مچ له هغوی څه پورته کړي دوی يې ترې نشي خلاصولی. نو غوښتونکي او هغه چې غوښتنه ترې کيږي دواړه بې وسې دي.

ډاروينيزم څه ډول په نړۍ کې خپور شو؟

د ډاروينيزم آيډيالوجي يو داسې درواغ دي چې په بشپړه توګه پر ټګۍ او درغلۍ ولاړ دي او له دومره بې عقلۍ ډک دي چې وايي ژوند د تصادف له مخې رامنځته شوی دی. خو سره له دې چې دومره بې منطقه ده بيا هم دې درواغو د نړۍ ټول هيوادونه حکومتونه، ښوونځي، پوهنتونونه، ساينسي کړۍ، کارځايونه، ورځپاڼې، مجلې، راديوي او تلويزيوني چینلونه ولکه کړي دي. دا ډاروينيستي دکتاتوري او له ټګۍ ډک يو شيطاني جوړښت دی چې د ډاروينيزم درغلي يې پر ټوله نړۍ حاکمه کړه. دا له تګۍ ډکه دکتاتوري چې له تيرو ۱۵۰ کلونو راپدیخوا فعاله وه اوس يې ساه مرۍ ته راغلې ده خو اغیز يې تر اوسه نه ده له منځه تللې.


مایکل رایس، چې د برتانيې د شاهي اکادمۍ د ښوونې د څانګې مشر و، په خورا چټکۍ سره له دې کبله له دندې ګوښه شو چې وړاندیز يې کړی و د ښوونځيو په نصاب کې دې خلقت ته هم برخه ورکړل شي.

ډاکتر ګوریل اویتال، چې د اسرائیل د ښوونې وزارت يو لوړپوړی مامور او د ساينس د څانګې مشر و له دې کبله له خپلې دندې ګوښه شو چې په لیکلي او شفاهي توګه يې د تکامل تیوري تر پوښتنې لاندې راوستلې وه.

د ډاروينيستي دکتاتورۍ نړيوال حاکمیت پر تشدد، استبداد، ترهګرۍ او زورزياتي ولاړ دی. د يوه پروفیسر لپاره چې له ډاروينيزم سره مخالفت ولري نا ممکنه ده چې د نړۍ په نږدې ټولو پوهنتونونو کې ښوونه وکړي. د هيڅ هيواد لومړی وزیر نشي کولی په ډاګه اعلان وکړي چې له ډاروينيزم سره مخالف دی. هيڅ استاد خپل زده کوونکي ته نشي ويلی چې تکامل يوه درغلي ده، او نه زده کوونکي خپل استاد ته دا ویلی شي چې دوی پر ډاروينيزم عقيده نه لري. هر استاد چې داسې ووايي ژرترژر به له خپله دندې لرې کيږي. او زده کوونکی به په نوموړي ټولګي کې ناکامه پاتې کيږي. د تکامل يوه مخالف وزیر لپاره ناممکنه ده چې په هغه کابينه کې پاتې شي. ټولې هغه نړيوالې هڅې چې خلقت د تکامل تر څنګ په ښوونځيو او پوهنتونونو کې تدریس شي هيڅ ډول پرمختګ يې نه دی کړی.

وتلې رسنۍ د دروغجنو فسيلونو په اړه داسې راپورونه جوړوي چې ته به وايي دا د تکامل رښتيني شواهد دي. دوی اړ دي چې په درغلۍ کې خپله ونډه واخلي که نه خپرونې به يې بندې شي. د يو ساينسپوه او يا یوه پروفیسر لپاره چې د خلقت نه په دفاع او يا د خلقت يوه لاسوند ته په اشارې سره يې خپل مسلکي ژوند له لاسه ورکړی دی نا ممکنه ده چې بله دنده ترلاسه کړي. دا سړی به په ټول احتمال سره د خپلو ملګرو ګرده کړۍ هم له لاسه ورکوي. او البته پرته له کوم شک څخه جوته ده چې دا سړی به په ساينسي کړيو کې بيا هيڅکله ځان ته ځای پيدا نه کړي.

نور پروفیسران چې له خپلو دندو د دې لپاره ګوشه شول چې د خلقت له حقیقته څخه يې دفاع کوله
   
 

کارول شوی ميتود له تشدد، استبداد او وحشته ډک دی. د ډاروينيستي دکتاتورۍ له ګواښ او استبداد څخه ډکو پاليسي ګانو له کبله خلکو ونه شو کولی چې د ډاروينيزم په وړاندې خپل مخالفت وښيي، او ان د هغه په خپرولو کې يې تر ننه رول لوبوو. ټول ممکنه میتودونه د ډاروينيزم د رد د مخنيوي لپاره کارول کيدل. که نه د دې خرافاتي عقيدې يا ډاروينيزم پلويانو ته به هيڅ داسې دليل نه وای پاتې چې خپل بې بنسټه تيوري همداسې ژوندۍ وساتي. دروغ په ډاګه ويل کيدل، او که به چا دروغ بلل دا به يو تيری ګڼل کيده. دا تيوري چې ساينسي بلل کیدله د پلي کیدو پرمهال يې ثابته شوه چې له تحجره ډک خرافاتي عقيدوي سيسټم دی چې له ساينس سره هيڅ تړاؤ نه لري، يو داسې سيسټم چې ردول يې په رسمي او ډاګيز ډول بند شوي دي. خو د پام وړ خبره دا ده چې دا کار څه ډول پرته له دې چې افسوس او پښيمانی وښيي په خورا بې شرمۍ ترسره کيده.

د تکامل تيوري چې نړۍ يې له ګڼو ناورينونو سره مخامخ کړې ده د ساينس له پرمختګونو څخه هم مخنيوی کوي.

نن ورځ په ميليونونو ډالر پر هغو تحقیقاتو لګول کيږي چې د تکامل ملاتړ کوي. د تکامل د مطالعې او تحقیق مانا دا ده چې پانګه د نويو درواغو په جوړولو ولګول شي او همدا درواغ د رسنيو له لارې خپاره شي. هغه پيسې چې بايد پر ساينسي پرمختګ او د طب پر پراختيا، په تيره بيا د سرطان، الزهايمر يا د دماغي حجرو د تباهۍ پر درملنې، او يا د هغو ميليونونو خلکو د ژغورنې لپاره لګيدلې وای چې په افريقا کې له لوګې مري، د دې بې ګناه خلکو له منګولو څخه وځي، او پر درواغو بې ځايه لګول کيږي.

د تيرو ۱۵۰ کلونو لوی خیانت يا تکامل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپور شو او د ډاروينيستي دکتاتورۍ د وسايلو له لارې يې پر خلکو هيپنوزز يا مصنوعي خوب ور وتپه. لکه چې موږ وليدل، ډاروينيزم له نړيوال ملاتړ څخه برخمن دی، نه د دې لپاره چې دا ساينسي دی، بلکې د دې لپاره چې خلک پر دې د ګروهې منلو ته اړ شوي او يا مشروط شوي دي، او د دې کار دوام په خورا بخيلۍ د ډاروينيستي دکتاتورۍ له خوا په کلکه ساتل کيږي. خلک باید په دې ونه غوليږي چې ولې زیاتره خلک د دې تيوري ملاتړ کوي ځکه چې له دې خلکو زياتره برخه ناخبره دي چې ډاروينيزم د تاریخ يوه ستره فتنه ده او يو لړ نور يې له دې کبله ددې تيورۍ ملاتړ کوي چې يا خو خپلې دندې له لاسه ورنه کړي او يا له دښمنۍ ډکو نيوکو سره مخامخ نشي. د دې باطلې تيورۍ نړيواله واکمني او کمزوره شوي بنسټونه چې د ډاروينيستي دکتاتورۍ یا يوه بشپړ شیطانی سيسټم له خوا ايښودل شوي ول يو د بل پسې له منځه ځي. د الله په اجازه ، د تکامل د تيورۍ بشپړ له منځه تګ اوس د يو لنډ مهال خبره ده چې تر ډيره به دوام ونه کړي.

د خلقت اطلس او هغه ډاروينيان چې پر خپله تيورۍ نوره عقیده نه لري

که يوه سړي ته چې په بنده خونه کې وي و وايئ چې "له خونې بهر توره تياره ده" ۵۰٪ احتمال لري چې دا سړی به يې ومني. خو کله چې دی له يوه درز څخه لمر وویني هيڅ لاره نشته چې هغه ته قناعت ورکړئ.



ان براسور، چې د لوګزامبرک هیواد يو سياستوال دی، په داسې حال کې چې په سټراسبورګ کې يې د اروپايي کميسون مرکزي دفتر ته يو راپور وړاندې کاوه، د خلقت اطلس يې راټولو شويو ژورناليستانو ته د ښودولو په موخه پورته کړ او داسې یې وويل:

"هارون يحی يو مسلمان او د خلقت يو ترکی ملاتړی دی. دا لومړی ټوک دی. خو دوه نور ټوکونه هم لري. دا کتاب اروپا ته په دوه ژبو، انګلیسي او فرانسوي، کې خپور شو. دا کتاب وايي چې د تکامل تيوري يو درواغ دی، ډاروين د تروريزم بنسټيز لامل او د شلمې پيړۍ او نورو پيرونو د دکتاتورۍ لپاره پړ دی..."

ډاروینیستان هم له ورته ناورین سره مخامخ دي. د ۱۵۰ کلونو لپاره ډاروينیستانو په خورا بې شرمۍ سره د ساینس تر نامه لاندې هر ډول ټګي ترسره کړه. دوی په خورا سپین سترګۍ سره ځکه دا کار ترسره کاوه چې ډاډه ول د دې دروغجنو راپورونو په مرسته خلک په اسانۍ تير ایستلی شي. دا درواغ له سختو ذهنیت ورکونو، بصري اغيزو او هيپنوزز سره يوازې بیا بیا تکراريدل او له دې کبله يې هيښنده ملاتړ راغونډ کړ. خو، څرنګه چې هر څه د ډاروينيانو له پلان سره سم روان ول، او همدا چې په دې هيپنوټيکې بې سدۍ کې کښيوتل او داسې فکر به يې کاوه چې دا يو جرم دی چې له تکامل څخه انکار وشي، ناڅاپه يې يو لمر ولید. دا لمر د خلقت اطلس و.

د خلقت اطلس له ناڅاپي نړیوال خپراوي سره نوره دا نا ممکنه وه چې خلکو ته د تکامل د نظريې د شتون قناعت ورکړل شي. يوازې يوه ډاروينيسټ هم نشو کولی له هغو زرګونو ژونديو فسیلونو څخه انکار وکړي چې د خلقت په اطلس کې انځور شوي ول. پردې سربيره، په دې ځلانده کتاب کې هر يو راوړل شوی فسیل په يوازې ځان کافي و چې د تکامل ريښې راوباسي. له دې کبله، د فرانسې رسنيو، چې د ډاروينيزم یوه ځاله وه، د خلقت د اطلس پر وړاندې يې د سخت ډار له کبله سرټکي له داسې ويناؤ څخه ډک ول؛ "د فرانسې د تاريخ تر ټولو ناوړه ناورین"، "ناورین چې له اسمانه راکښيوته" او "زموږ د سلګونو کلونو مدنیت راوپرځيده."

د اروپا ډاروینيستي پارلمان دا هيښنده کتاب د تکامل د ښوونو پر وړاندې یو ستر خنډ وباله او دا مسئله يې د لړزې په يو حالت کې راپورته کړه؛ په سلګونه ډاروینیستي رسنيزې ټولنې اړ وې چې د اطلس د هيښنده نړیوالو اغيزو پخلی وکړي.


د خلقت اطلس د ټولو مؤمنانو موقف پیاوړی کړ


د ښاغلي اقطار له خوا نړۍ ته د دې حقیقت خپرول چې یوازې یو پروټين هم د تصادف له مخې نشي رامنځته کیدی او د خلقت اطلس په مرسته ددې حقیقت ثابتول چې د ژوو ميليونونو خيلونو هيڅکله بدلون او يا تکامل نه دی کړی او همداسې ثابت پاتې شوي دي، هغه اغيزناکه فعالیتونه ول چې نن ورځ يې د تکامل تيوري ته د پای ټکی ايښی دی. د دې لويې بريا له کبله اوس رښتيني مسلمانان، مسيحيان او يهودان کولی شي په آزادنه ډول خپل اعمال ترسره کړي او پر ځان يې اعتماد ترلاسه کړی دی. ځينې رښتينی مؤمنان چې وړاندې يې د ډاروينيستانو په وړاندې ماتې خوړلې وه او نيولی حالت يې درلود او نه يې شو کولی چې په سمه توګه خپل فعاليتونه وکړي، د دې مهم اثر نه وروسته غښتلي شوي دي.

د ښاغلي اقطار له ارزښتناکو او پریکنده فعاليتونو وروسته چې د تکامل د له منځه وړلو په موخه يې په لاره اچولي ول، د دې فرصت يې برابر کړ چې د تکامل د تيرايستونکي طبيعت د له منځه وړلو او یوه الله ته د خلکو د رابللو په موخه د امریکايي نظامي بيزونو او د لندن په سړکونو د آزادو چليدونکو بسونو پر څنګونو د "الله شتون لري" شعارونه اعلان کړي. د دې ټولو مهمو فعالیتونو په پایله کې د خلقت تر نامه لاندې يو لړ کنفرانسونه په کاناډا، امریکا، سویتزيلند، بلجیم، جرمني، اطریش، نیوزيلنډ، فرانسې، ډنمارک، سويډن، انډونيزیا، مالیزیا، سينګاپور، دوبی او ګڼو نورو هيوادونو کې ترسره شول چې زرګونه خلک يې برخه وال ول او د نړۍ د ګوټ ګوټ ټيلويزيوني چينلونو او ورځپاڼو دا سترې لاسته راوړنې خپرې کړې.

د دې لویو برياؤ سمدستي وروسته ځينو ډاروینيستانو پر دې خرافاتي مذهب خپله عقيده له لاسه ورکړه. دوی نور د دې وس نه درلود چې نور له دې درواغو دفاع وکړي چې د ګڼو کلونو راهيسي يې راجوړول او يا دا چې د نويو درواغو د راجوړولو تکل وکړي. ډاروينيستي ژورنالونه يو په بل پسې وتړل شول، دا کار د اقتصادي دلايلو له مخې نه و بلکې له دې کبله و چې خپله عقيده يې نوره له لاسه ورکړې وه، او له دې کبله يې خپلې خپرونې نورې وتړلې. وتلې نړيوالې ډاروینيستي خپرونې چې نوې باطلې ادعاوې او نور مطالب به يې په اوونیز ډول خپرول نور د یوازې يوې ادعا د خپرولو وس هم نه لري. ډاروينيستي پروپاګند چې د ډاروينيزم يوازینی ځواک و په بشپړه توګه پای ته رسیدلی دی. هغو ډاروینيستانو چې تکامل به يې د بيلابيلو تخنیکونو په کارولو سره په هر فرصت کې راپورته کاوه ناڅاپه غلي شول او نه غواړي چې له دې هم زیات سپکاوی او حقارت وزغمي.

د خلقت د اطلس پر ملاتړ د لندن پر بسونو پوسټرونه

د خلقت د حقیقت په اړه کنفرانسونه چې د ښاغلي عدنان اقطار د آثارو پر بنست په لاره واچول شول او ازانګي يې د نړۍ په لويو ښارونه کې واورول شول.
لوزان – سويتزیلند>>> لوینن - جرمنی>>>
لوینن - جرمنی>>> پاریس - فرانسه >>>
د امریکا سان انټونيو هوايي بيز کې د ترسره شوي کنفرانس وروسته هارون یحی ته وړاندې شوی ميډال.

د ډاروينيزم له مصیبت څخه د آزادۍ دروازې تل خلاصې دي

ټول خرافاتي او باطل دينونه په آخرالزمان کې چې موږ اوس ژوند په کې کوو او حضرت مهدی علیه السلام او حضرت عیسی علیه السلام به راښکاره کيږي له لوی او وحشتناکه سقوط سره مخامخ کيږي. هيڅوک د دې سقوط مخه نشي نیولی. دا د الله قانون دی. په دې پير کې الله دا پراخه او هر اړخيزه سقوط د ښاغلي عدنان اقطار له آثارو په مرسته رامنځته کوي. ټول هغه خلک چې په پټو سترګو يې ډاروینيزم منلی دی ډير ژر به په حیرانتیا سره درک کړي چې څه ډول تیر ایستل شوي ول دا به په داسې حال کې وي چې ډاروینيستان به هم پر هغه باطل دريځ پښیمانی کوي چې وړاندې يې خپل کړی و. خو اوس هم ناوخته نه ده، خپله تيروتنه او ماته منل او حقیقت ته راتګ او له حقیقت څخه دفاع یوه لویه ښيګڼه ده. له دې کبله، ټول هغه ډاروینيستان چې د ډاروينیزم له آفت څخه په رښتیني مانا خبر دي، دا فرصت لري چې دا وحشتناکه تيروتنه چې خپل ټول ژوند يې ورته وقف کړی دی، نوره اصلاح کړي.